د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۱۹
د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ يو پلاوي چې د ولايت مقام مرستیال، د استخباراتو ریاست رئیس، د عدلیې، د امربالمعروف او نهې عن المنکر، امنیه قوماندانۍ،  پوهنې او د حج او اوقافو ریاستونو استازو په کې ګډون درلود، په ۷/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې ياد پلاوي د زندان له مسؤولینو سره ناسته وکړه، په ناسته کې د بنديانو پر ستونزو او حل لارو يې بحث وشو.
د مرافعه محکمې رئيس لخوا د محبس مسؤولینو ته د بندیانو د تعلیم او تربیې مهالوېش ورکړل شو؛ تر څو د یاد مهالو ش له مخې د مجربو علماوو او استادانو لخوا تدریس ورکړل شي.
دغه راز یاد پلاوي د ښځو له محبس څخه هم لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او مسؤولینو ته د یادو غوښتنو د پوره کولو په اړه لازم هدایات وکړل.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي په ۳ /۳ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه پر نشه يي توکو د روږدو له زندان څخه هم لیدنه کړې وه؛ د بندیانو ستونزې يې له نږدې اورېدلې وي او د ستونزو د حل اړه مسؤولينو ته لازم هدایات کړي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی