د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۸
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې (۱۵) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، نن پنجشنبې ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له ۷ میاشتو څخه تر څلورو کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۶:۳۳
Background image

د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات په شتون کې د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړیتوب، نن چهارشنبې ۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
په دې موخه جوړې شوې غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۱۱۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (له ۳ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې  پورې د (۱۱۳) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
د یادونې وړ ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۸/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي. . .

بیا په خبرونو کی