د قضائیه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د تشکیلاتي جوړښت د تنظیم او ارزونې غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۳۷
د قضائیه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د تشکیلاتي جوړښت د تنظیم او ارزونې غونډه وشوه

په ۱۱/۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د قضائیه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ناستو په تالار کې د یاد ریاست د محترم رئیس الحاج مولوي محمد عوض (سعید) په مشرۍ د نظامي محاکمو د امنيتي او اجرائیوي قطعاتو د عمومي قوماندانیو، مدیریتونو، آمریتونو او اړوند منسوبینو د ۱۴۰۳هـ ش کال د تشکیلاتي جوړښت، اړتیاوو او لاسته راوړنو د ارزونې په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د قضائیه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائیوي چارو عمومي رئيس الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د نظامي محاکمو د امنيتي او اجرائیوي قطعاتو د عمومي قوماندانۍ سرپرست حافظ سید حکمت الله آغا ذهین، د دفتر عمومي مدیر مولوي خان محمد مستغفر، د تأمیناتو عمومي مدیر قاري فرید احمد همت، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد قتیبه، د محاسبې عمومي مدیر مولوي محمد اسماعیل ناظم او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم الحاج مولوي محمد عوض سعید د مسؤولیتونو په سپارلو کې په عدل ټینګار وکړ وویل، موږ ته الله تعالی په عدل امر کړی او مسؤولیتونه اهل کسانو ته سپارل عدل دی.
نوموړي زیاته کړه، مسؤولیت امتیاز مه ګڼئ؟؛ بلکې مسؤولیت یو دروند الهي امتحان دی.
د غونډې په دوام د ياد عمومي رياست اړتیا ته په کتو په تشکیلاتي جوړښت کې پر اړینو تغیراتو تر مشورو او بحث وروسته موافقه وشوه.
دا غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی