محترم مولوي واحدالله (صديقي) د کابل ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۰
محترم مولوي واحدالله (صديقي) د کابل ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون سرپرست رئیس محترم مولوي واحد الله (صدیقي) په ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د کابل ولایت مرافعه محکمې مدني دېوان رئیس محترم مولوي عبدالله (اسرار) لخوا د یوې غونډي په ترڅ کې د یاد زون قضائي او اداري مسؤولینو او منسوبینو ته معرفي او رسما یې خپله دنده پیل کړه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کابل ولایت مرافعه محکمې مدني دېوان رئیس، د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د لومړي او درېیم زونونو عمومي رئیسانو، د دویم زون د دېوانونو قضائي غړو او کارکوونکو ګډون درلود.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د کابل ښاري ابتدائیه محکمې لومړي زون رئیس محترم مولوي عبدالبصیر (مصعب) لخوا د نوي سرپرست رئیس د معرفي کېدو مکتوب د غونډې ګډونوالو ته ولوستل شو.
د غونډي په دوام محترم مصعب وویل، الحمدلله ټول قضائي غړي د ښو تجربو خاوندان دي، اړونده چارې په ښه ډول روانې دي، د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلور زونونه په ښه همغږۍ خپل کارونه ترسره کوي او د اړتیا پر مهال له یو او بل سره همکار وي.
د غونډې په وروستيو کې د دویم زون نوي سرپرست رئیس خبرې وکړې وویل، زموږ موخه خپلو خلکو او نظام ته خدمت دی، که د مشرتابه لخوا د افغانستان په هره سیمه کې مسؤولیت راکړل شي ان شاءالله ښه په اخلاص به یې ترسره کوو.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی