د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د «عبدالرحیم بابا لمیتد شرکت» سره چې د جواز شمېره یې (۶۶۳۸-۰۱۰۱) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز پل خشتي ته څېرمه په افضل مارکیټ کې موقعیت لري؛ د (۲۶۰۴۰۰۰) دوه میلیون، شپږ سوه او څلور زره افغانۍ په قېمت سره د سترې محکمې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست لپاره د یو عراده فاضلآبو د ایستلو ټانکر موټر د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۰
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د "جان محمد بابرزي تجارتي او لوژستیکي خدمتونو شرکت" سره چې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D-37126 . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د «احمد میلاد رومان لمیتد» شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۱۴۸۰۳ . . .

Back to announcements