په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې سرپرست رئيس مولوي عزیزالله (سالک)، د زرمت ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر، د علماوو شورا او امر بالمعروف او نهی عن المنکر آمرينو، قومي مشرانو، مجاهدینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.