د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۳۴
د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې (۲۲۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۹) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې د (۳۹) حقوقي دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر کړي، (۳۶) حقوقي دوسیې یې فیصله کړې او (۳۳) نورې یې مکتوبي مستردې کړې دي.
په جزائي برخه کې:
د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې د (۳۳) جزائي دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر کړي، (۸۰) جزائي دوسیې یې فیصله کړې او (۳) نورې یې مکتوبي مستردې کړې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کونړ ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۳۱
Background image

په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې درېیو کسانو ته د لواطت په تور؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد کسان پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۲۸
Background image

په پکتیا ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو لخوا د جبري نکاح مخه ونیول شوه

د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ۱۸/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په بدو کې د يوې نجلۍ د ورکولو او جبري نکاح مخنیوی وکړ.
په یاده موضوع کې (۱۲) کاله مخکې یوه نجلۍ چې هغه مهال. . .

بیا په خبرونو کی