په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۳۱
په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې درېیو کسانو ته د لواطت په تور؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد کسان پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمینو تطبیق شوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) وینا وکړه وویل، که ټولنه کې حدود او تعزیرات تطبیق شي، نو موږ به د الله (جل جلاله) د رحمت مستحق وګرځو.

د غونډې په دوام د ناړۍ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس مولوي سخي محمد او د یادې ولسوالۍ ولسوال شیخ امین الله (شهاب) هم د موضوع اړوند ویناوې وکړې.

غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي ظاهر الله (مروان) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۶) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ)، شيشې، الکولي مشروباتو، چرسو د پلور او قاچاق په جرمونو، نن شنبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل)؛ د یاد ولايت والي محترم مولوي عبدالله (مختار)، د علماوو شورا رئیس شيخ انور حسین او غړو، په ۲۲/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د وثايقو او تحریراتو آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی