په فراه ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۳
په فراه ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۴/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد مجرمين پر يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.
د تعزیري سزا حکم د ابتدائیه محکمې د قضائي پلاوي، ملکي او نظامي مسؤولینو په حضور کې تطبیق شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی