د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۱۳
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند، قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس مفتي محمد هاشم (الهام) په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲ /۹ /۱۴۴۶ هـ  ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې څه موده وړاندې د قره باغ ولسوالۍ اړوند د قلعه باز په کلي کې د یو ځایي اوسیدونکي د قتل له امله رامنځته شوې وه؛ محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائيه محکمې مسؤولينو د مقتول کورنۍ د قاتل بخښنې ته وهڅوله، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته د مقتول وارثينو بخښنې ته غاړه کېښوده.
یاده موضوع د مقتول کورنۍ تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ د قاتل په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی