د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۳۸
د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب، د قومي مشرانو او سپين‌ږېرو په منځګړيتوب په ۱۲/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل درې کلنه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع درې کاله مخکې په مارجې ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه او يو کس په کې وژل شوی و؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته یاده موضوع په ډېر غور او دقت وڅېړل شوه.
یاده موضوع په يوه اصلاحي غونډه کې چې قومي مشرانو هم په کې ګډون درلود؛ د مقتول د وارثینو لخوا له قاتل څخه د دیت په اخیستو حل شوه، د مقتول وارثينو په دغه اندازه پیسو قناعت وکړ او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
د غونډې په وروستيو کې دواړو طرفونو د محکمې، امنيه قوماندانۍ او ولسواليو له مسؤولينو مننه وکړه، خپل رضايت او خوښي يې څرګنده کړه او د دوی د هڅو ستاينه يې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی