د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات نيمروز ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۷:۵۶
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات نيمروز ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئيس او قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب د يوه پلاوي په ملتيا په ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه نيمروز ولايت ته سفر وکړ.
محترم شيخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په دغه سفر کې د نيمروز ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس او اړوند محاکمو له قضاتو، مفتيانو او محررینو، د یاد ولايت له والي محترم شيخ محمد قاسم (خالد)، د علماوو شورا رئيس شيخ عبدالرحمن (معتصمي)، د استخباراتو، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو او امنیه قوماندانۍ له مسؤولينو سره وکتل.
د ليدنې په پيل کې د نيمروز ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالخاق (محمدي) د محاکمو د قضائي غړو په استازيتوب محترم شيخ صاحب ته ښه راغلاست ووايه او د یاد ولايت د محاکمو د فعاليتونو، د بنديانو د وضعيت ارزونې او له نورو عدلي او قضائي ارګانونو سره د همغږۍ په اړه محترم شيخ صاحب ته ډاډ ورکړ.
ورپسې د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب خبرې وکړې وويل، د مرافعه محکمې قضائي غړي دې د ابتدائیه محاکمو له قضائي غړو سره په قضائي او اداري چارو کې ښې اړيکې ولري، ابتدائیه محاکم دې هڅه او کوښښ کوي چې واردې شوې دوسيې د شريعت، اصولو، فرامينو، احکامو او متحدالمآلونو مطابق حل او فصل کړې، ترڅو يې صادرې شوې فيصلې د لوړو محاکمو لخوا نقض نشي.
محترم شيخ صاحب ټينګار وکړ چې مرافعه محکمه دې د ابتدائيه محاکمو پرېکړې په هغه صورت کې نقضوي چې شریعي او لويې اداري نېمګړتياوې ولري، فيصلې دې په کوچنيو تيروتنو نه نقضوي، ترڅو د دعوې طرفينو د سرګردانۍ مخه ونيول وشي، د محاکمو قضائي او اداري غړي دې د دعوې له طرفينو سره ښه چلند کوي او د اصولو مطابق که رهنمائۍ ته اړتيا لري، رهنمائي دې ورته کوي.
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات زیاته کړه، قاضي او مفتي دواړه مسؤول او مکلف دي چې کومې دوسيې ته رسېدنه کوي، د هغه په اړه دقيقه څېړنه او تحقيق وکړي، کله چې د دوسيې جریان ورته واضح او معلوم شو، بيا دې په اړه فيصله وکړې، زموږ اکثريت هېوادوال په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي او د قضاء اصول ورته معلوم نه وي، نو بناءً محترم قضات دې له هغوی سره له غوسې ډک چلند څخه ډډه وکړي او ښه چلند دې ورسره وکړي.
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د محاکمو مسؤولينو ته په خطاب کې وویل، د نظامي او ملکي ادارو له مسؤولینو سره نېک چلند کوئ، کله چې نظامي مسؤولين يو متهم محکمې ته راولي، نو قضات دې ترې پوښتنه وکړي چې متهم کس مو چېرته، څنګه، په کوم حالت او په څه جرم نیولی دی، د موضوع اړوند دې له مسؤول کس څخه پوره معلومات وشي، ورپسې د موضوع په اړه خپله هم تحقيق وکړئ او بیا وروسته فيصله وکړئ.
دغه راز شیخ صاحب د مظنونيو د خوشي کېدو په اړه وويل، کله چې يو شکمن کس د نظامي مسؤول لخوا محکمې ته راوړل شو، معلومات يې وشول او قاضي له تحقيق وروسته ډاډه شو چې یاد کس بې ګناه ده، هغه دې ژر نه خوشي کوي، د محاکمو د اصولو مطابق دې په اړه قضائي قرار صادر کړي، ترڅو یاد عمل د امنيتي ادارو او محاکمو ترمنځ د اړيکو، باور او اعتماد فضاء رامنځته کړي.
د لیدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس ډاډ ورکړ چې ټولو دوسيو ته پر خپل وخت رسېدنه شوې، د قضاتو ترمنځ توافق او همغږي شتون لري او په ټول توان سره د قضیو د حل او فصل لپاره هڅه شوې ده. 
د یادونې وړ ده چې په يادو ولايتي سفرونو کې د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شيخ خيرجان (خیرخواه) صاحب، د سترې محکمې د دار الانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشید (سعيد) او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ رياست رئيس محترم مولوي محمد جمعه (فیضاني) د سترې محکمې د محترم رئيس او قاضي القضات ملتيا کوله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۷:۵۸
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضی‌القضات د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د خپلو ولایتي سفرونو او ولایتي محاکمو له چارو د نظارت او بررسۍ په دوام، په ۱۸ / ۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۶:۳۱
Background image

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې په (۱۸/۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټه د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نا مشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۶:۲۸
Background image

په ارزګان ولايت کې (۱۵) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ارزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې پنځو کسانو ته د غلا، څلورو کسانو ته د زنا، څلورو کسانو ته د لواطت په تور او دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم نن پنجشنبه ۱۹/ ۱۰/. . .

بیا په خبرونو کی