په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له یو کال څخه تر درېيو کالو پر تنفيذي بند او له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته د دې محکمې د غړو او نورو امارتي ادارو کارکوونکو او مراجينو په شتون کې تطبيق شوه.
