د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۴۷۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۹
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۴۷۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې له ( ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۷۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۷۵۰) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۹۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۳۲۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۴) دوسیې فیصله شوې، (۳۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۳۰۷) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۶۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۴۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی