د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو اداري کارکوونکو ته درې روزنیز سیمينارونه وړاندې شول

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۹
د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو اداري کارکوونکو ته درې روزنیز سیمينارونه وړاندې شول

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې محترم ریاست لخوا، د سترې محکمې عالي مقام د ۱۴۴۶/۶/۷ هـ ق نېټې د هدايت په اساس، د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو اداري کارکوونکو ته د اداري اجراآتو زده کړې په موخه درې سیمینارونه چې هر یوه پنځه ورځې دوام درلود، وړاندې شول.

په يادو سیمينارونو کې چې د اداري سيستم مهارتونه، وثايق، د پلان جوړونې اساسات، اداري مراسلات، ارتباطات او راپور ليکنې تر سرليکونو لاندې جوړ شوي وو، شاوخوا (۱۲۰) اداري کارکوونکو ګډون درلود.

دغه سیمینارونه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې په درېیو جلا دورو کې د مسلکي او تکړه استادانو لخوا وړاندې شول.

د سیمينارونو په پای کې ټول ګډونوال د لومړنۍ او وروستۍ ازموينې په توګه و ارزول شول ترڅو د وړاندې شوو سیمينارونو د اغېز کچه په ډاګه شي، چې په پايله کې يې پایله مثبت او د ګډونوالو په زده کړه کې په لوړه کچه بدلون راغلی و.

د يادو سیمينارونو په اختتام غونډه کې د سترې محکمې د استخدام او سوانحو رئيس محترم مفتي عبدالوارث (سعيد) او د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رئيس محترم حافظ نصير احمد (صياد) ګډونوالو ته د سیمينارونو او ظرفيت لوړونې په ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او د ګډونوالو نظريات او وړانديزونه يې واورېدل.

د یادونې وړ ده چې د یادو روزنیزو سیمینارونو ګډونوالو د سترې محکمې له عالي مقام او د اجراآتو اروزنې او ظرفیت لوړونې ریاست څخه مننه وکړه چې دوی ته یې دغه ګټور سیمینارونه جوړ کړي وو.

غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د یاد ریاست په تالار کې، د محاکمو (۸۴) جدید الشمول علماء کرامو او د بدخشان او فاریاب ولایاتو د محاکمو (۷) برحال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضي‌القضات او د سترې محکمې د محترم رئیس. . .

بیا په خبرونو کی