د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د بغلان ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۴:۴۳
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د بغلان ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ۲۹ مه نېټه بغلان ولایت ته د سفر پر مهال د یادو ولایت مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له څو علماء کرامو څخه آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې یو ممتاز کس د بغلان ولایت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمر په حیث وټاکه.
دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د یاد ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولینو او منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.
په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، ور سپارل شوي مسؤوليتونه په ښه ډول سرته رسولو او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی