د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د اختصاصي محکمې له غړيو سره غونډه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۴۵
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د اختصاصي محکمې له غړيو سره غونډه وکړه

په ۹/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د پکتیا ولایت د اختصاصي محکمې د قاضي مولوي محمد عبدالغفور (حلیم)، قضائي غړي، د پکتیا د عدلیې ریاست، د امارت د قضایاوو د آمر مولوي عبدالجلیل (شاکر) او د یاد آمریت له مسلکي غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د غونډې په پیل کې د پکتیا د مرافعه محکمې رئيس حاضرینو ته ښه را غلاست ووایه، ورپسې د ناستې ګډونوالو خپلې کاري ستونزې د مرافعه محکمې له عمومي رئيس سره شریکې کړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس وویل، محاکم مکلف دي چې په خپلو قضائي چارو کې شفافې او عادلانه کړنې تر سره کړي، محاکم باید د هېڅ شخص او ارګان تر تاثیر لاندې نه وي، د افغانستان په سطحه محاکم تل دا هڅه کوي، تر څو عدالت تطبیق کړي او حق حقدار ته وسپاري.
د مرافعه محکمې رئيس د امارتي منقولو او غیر منقولو اموالو د تلف کېدو د مخنیوي په اړه هم ویناوې وکړې، د امارت د قضایاوو آمر او غړي ته یې توصیه وکړه، چې په مشروع او اصولي ډول د امارت له اموالو او املاکو څخه دفاع وکړي ترڅو بیت المال ضایع نشي.
دغه راز محترم مفتي خالد د ناستې ګډونوالو د ستونزو د حل ژمنه وکړه او غونډه په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی