د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو  له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال لپاره  د سمیر رسول لمیتد شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۳۳۴۵-۰۱۰۱) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د (۱۰۸۳۰۰۰) یو میلیون او دري اتیا زره افغانۍ په قېمت سره د (۹) قلمه صحافي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو د اصولو له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

خبرتیاوي

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا!

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د «احمد سلطان مظهري لوجستیکي شرکت» سره چې د جواز شمېره یې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۳۹
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ هـ ش مالي کال لپاره د سترې محکمې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د تخنیکي اطاق او تیلو ذخیرې د نوې ودانۍ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د (۱۵) عراده موټرو د تدارک په اړه د سترې محکمې خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د اړوند محاکمو لپاره د (۱۵) عرادې (۳هایلکس او ۱۲فلډر) موټرو د تدارکاتو . . .

Back to announcements