محترم مولوي محمد يونس د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د نوي مرستيال په توګه معرفي شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۵۷
محترم مولوي محمد يونس د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د نوي مرستيال په توګه معرفي شو

د لغمان ولايت د مرافعه محکمې لپاره نوی مرستيال محترم مولوي محمد يونس (خالص) په ۲۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالکريم (حقاني)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د ولسواليو د ابتدائيه محاکمو رئيسانو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د قضاتو د مسؤولیتونو اړوند تفصیلي خبرې وکړې، په چارو کې پر چټکتیا، اصولو او حاضرۍ ته پر پابندۍ او د مسؤوليتونو په ښه ډول سرته رسولو يې ټینګار وکړ.
د غونډې په دوام ګډونوالو په بېلا بېلو موضوعاتو بحثونه او د نظرونو تبادله وکړه، چې د ځینو موضوعاتو او اجراآتو لپاره مشورې وشوې او حللارې ورته ولټول شوې.
د غونډې په پای کې د مرافعه محکمې نوی مرستيال رسماً معرفي شو.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی