د نورستان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له لسګونو قومي مشرانو، علماوو او سپین‌ږیرو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۹
د نورستان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له لسګونو قومي مشرانو، علماوو او سپین‌ږیرو سره وکتل

د نورستان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (سليم)؛ په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت د مندول ولسوالۍ له لسګونو قومي مشرانو، علماوو، مخورو او سپین‌ږیرو سره ليدنه وکړه.
په دې ناسته کې قومي مشرانو د خپلې ولسوالۍ ستونزې د مرافعه محکمې له رئيس سره شریکې کړې.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس یادو مشرانو علماوو او سپین‌ږیرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې ولسوالۍ ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ. 
ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۴۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۸ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۴۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ربيع الآخر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په جریان کې د (۹۵) بېلا بېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی