د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د سترې محکمې له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل 

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۶:۶
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د سترې محکمې له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل 

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه د سترې محکمې د مرکزي تمیز له عمومي رئیس محترم شیخ محمد شریف (حقاني)، د جنوب لوېدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس او قضائي معاون شیخ سردار محمد ابو الفیضان، د جزا دېوان، د عامه امنیت دېوان، د تجارت دېوان، د مدني او عامه حقونو دېوان، د نظامي منسوبینو دېوان، د قضائي تفتیش ریاست او د قضائي زده کړو ریاست له رئیسانو سره وکتل.  
په دغه دوه ورځنۍ لیدنه کې د اسلامي نظام د مهم ارګان (قضائیه قوې) اړوند مهمو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د سترې محکمې یادو مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، له قضائي چارو سره شریعت تړلی دی، هر څومره چې قضائي چارې ښې او پر وخت ترسره شي او د خلکو ستونزې حل شي په همغه اندازه شرعي نظام تقویه کېږي؛ ځکه چې شریعت د مجازاتو پر ځای د اصلاح ترغیب ورکوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د سترې محکمې مسؤولینو ته هدایت وکړ چې قضائي چارې د اسلامي شریعت د  ارشاداتو او اوامرو مطابق ترسره کړئ، د قضاء خپلواکۍ ته په پام په خپلو پرېکړو کې د هېچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې مه راځئ؛ بلکې په ډېر جرئت د شریعت مطابق خپلې چارې ترسره کړئ.
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) زیاته کړه، په یوه هېواد کې د اسلامي نظام د موجودیت په صورت کې باید ددغه هېواد ټول وګړي له خپلو شرعي حقونو برخمن وي، هېڅوک جرئت ونشي کړای چې پر چا ظلم وکړي، یا یې حق ضایع کړي؛ که څوک ظلم کوي یا د بل حق ضایع کوي، د محاکمو دنده او مسؤولیت دی چې ظالم او مجرم ته سزا ورکړي، مظلوم ته یې حق ورکړي او له ظلم یې وژغوري.
په دې سربېره د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د سترې محکمې مسؤولینو ته نورې مهمې لارښوونې او هدایات وکړل.
د سترې محکمې مسؤولینو عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) ته ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به د شرعي پرېکړو د صادرولو له لارې عدالت تأمینوي، د ظلم مخه به نیسي او د مظلومانو لاس‌نیوی به کوي.
دغه راز د سترې محکمې مسؤولینو زیاته کړه چې د محاکمو قضائي او اداري غړي په خپل ټول توان هڅه کوي چې د محاکمو دروازې د مراجعینو پر مخ خلاصې وساتي او په ټاکلي وخت د مراجعینو دوسیې حل او فصل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی