په خوست ولایت کې (۳۶) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۵۰
په خوست ولایت کې (۳۶) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت ښاري ابتدائيه محکمې عامه امنيت او جزا دېوانونو د پرېکړو له مخې (۳۶) کسانو ته د نشه يي توکو او نامشروع اړيکو په جرم او لواطت په تور، په  ۶ /۸ /۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې ياد کسان له يو کال څخه تر دوو کلونو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزيري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبیق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۵۰
Background image

د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل درې موضوعات حل او فصل شول

د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د محترم رئیس او د جزا دېوان مسؤولینو په ډېرو هڅو او ترغیب د قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړیتوب، په ۶/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل درې موضوعات حل او فصل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې پر زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۱۸
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۸۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۹. . .

بیا په خبرونو کی