په خوست ولایت کې (۳۶) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د خوست ولايت ښاري ابتدائيه محکمې عامه امنيت او جزا دېوانونو د پرېکړو له مخې (۳۶) کسانو ته د نشه يي توکو او نامشروع اړيکو په جرم او لواطت په تور، په ۶ /۸ /۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد کسان له يو کال څخه تر دوو کلونو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزيري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبیق شوه.
