د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۳
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس الحاج شیخ سخي‌الرحمن(فایز فیروز کوهي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېته غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د غونډې د اهمیت  په اړه يې خبرې وکړې.
دغه‌ راز په دې غونډه کې د بانکي موضوعاتو، وثایقو او مخزن آمریت د استهداوو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ۳۹ متحدالمآل او د بندیانو په اړه بحث وشو او په اړه يې ګډونوالو ته لازم هدايات ورکړل شول.
د غونډې په دوام ګډونوالو خپل نظرونه اواړتیاوې شريک کړل او د مرافعه محکمې رئيس له‌خوا د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی