د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئیس د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئیس د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)؛ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د حج او اوقافو ریاستونو له رئیسانو سره، په ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د امربالمعروف قانون د تطبیق اړه غونډه وکړه.

د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس یادو رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د امر بالمعروف قانون باید وخت په وخت په خلکو باندې تطبیق شي، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) فرامینو ته درناوی وشي، په خلکو د یاد قانون د تطبیق په اړه باید غونډې جورې شي او په هره ممکنه لار چې وي له خلکو سره شریک کړل شي، په ځانګړې توګه د ښځو حقوق، د بېلګې په توګه په بدو کې نه ورکول، کورني تاوتریخوالی او دوی ته د شرعي حقونو ورکولو په اړه خبرې وشوې.
د ليدنې په دوام د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس حجت الله (ساحر زاده باچا) وویل، د امر بالمعروف قانون او د شیخ صاحب فرامین باید په خپل وخت تر خلکو ورسېږي او د عمل جامه ورکړل شي.

دغه راز د حج او اوقافو رئیس عبدالسلام (حقاني) وویل، له ټولو خطیبانو سره به د یادې موضوع په اړه غونډې وکړو او دا هدایت به ورته وکړو چې په خپلو مساجدو کې له خلکو سره یاد موضوعات شریک کړي، تر څو خلک د شرعیت په رڼا کې د خپلو حقوقو څخه خبر او د ظلم مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی