په ننګرهار ولايت کې (۱۱) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۴۳
په ننګرهار ولايت کې (۱۱) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

 
د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان، د غني خېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې او د سرخرود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون يوولس مجرمينو او متهمينو ته د زنا، لواطت او نامشروع اړيکو په جرم د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹ مه او ۱۱مه نېټه په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

د جزا دېوان او ابتدائيه محاکمو د یادو کسانو له ډلې اووه مجرمين له ۳۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا، يوه متهمه پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درې متهمين پر ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې يادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوې.

د یادو تعزیري سزاګانو د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس، د یاد ولايت د نورو امارتي ادارو مسؤولينو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس وويل، مؤمنان ټول سره ورورڼه دي، تعزیري سزا د الله تعالی حکم دی او د الله تعالی رضاء لپاره به په خپلو وروڼو هم تطبيق کوو.
نوموړي زیاته کړه د ننګرهار ولايت ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې څوک ستاسو په مال یا حرمت تجاوز وکړي، په هغو به د شريعت په رڼا کې د الله تعالی حکم تطبیقوو.
غونډه پر مجرمينو او متهمينو د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعاء پر لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی