د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د کابل ولایت د مرافعه محکمې اداري کارکوونکو ته یو ورځنی سیمینار جوړ شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۴۹
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د کابل ولایت د مرافعه محکمې اداري کارکوونکو ته یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د یاد ریاست غړي او امام مولوي عمرګل (حقاني) لخوا د کابل ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د یادې محکمې د دېوانونو اداري کارکوونکو ته په ۱ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د اسلامي زده کړو تر سرلیک لاندې يو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې مفتي انقیادي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، ورپسې د دعوت او ارشاد رياست غړي او ملا امام ګډونوالو ته د اسلام مبارک دین په رڼا کې د ځینو مواردو په اړه له لنډې وینا وروسته د تقوا په هکله تفصیلي خبرې وکړې وویل، لکه څنګه چې موږ مسلمانان په دې عقیده یو چې الله تعالی ته غوره انسان تقوا لرونکی مسلمان دی، نو باید چې موږ ټول ځانونه په تقوا ښکلي کړو او کله چې مو تقوا پېشه کړه، هم به الله تعالی ته نږدې شخص يو او هم به خلکو ته په ښه توګه خدمت وکړو؛ ځکه چې تقوا لرونکی شخص به مطیع، ذاکر او شاکر وي او کله چې بيا په اشخاصو کې د تقوا شرایط راټول شول، نو ناسم کار به نه کوي او په امانتدارۍ به خپله دنده سرته رسوي.
یاد سیمینار د دعاء په لوستلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی