د پکتیکا ولایت د نظامي محکمې رئیس د یاد ولایت درېیو ولسوالیو ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
د پکتیکا ولایت د نظامي محکمې رئیس د یاد ولایت درېیو ولسوالیو ته سفر وکړ

د پکتيکا ولايت د نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالمنان (محق) د يوه پلاوي په مشرۍ په ۵ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د ياد ولايت  وازېخواه، خوشامند او جانخیل ولسواليو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له نظامي او ملکي مسؤولينو سره يې وکتل.

د پکتیکا د نظامي محکمې رئیس د دغه سفر پر مهال د یادو ولسوالیو د محاکمو له مسؤولینو، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو له مدیرانو او نورو اړوند امارتي ادارو له استازو سره وکتل.

محترم مولوي عبدالمنان (محق) د دغه ولسوالیو له مسؤولینو څخه د نظام ساتنې د سترې وجیبې او په سیمه کې د ښه امنیت د ټینګښت په پار مننه وکړه او د نظامي محکمې اړوند موضوعات او مسؤولیتونه، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) فرمانونه او د سترې محکمې اړین متحدالمآلونه یې ورته تشرېح کړل.

په دې سربېره یې مجاهدینو ته په اسلامي نظام کې د محاکمو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت د غازیانو ټولې قربانۍ د همدغه هدف لپاره وې چې په ګران هېواد افغانستان  کې سوچه اسلامي نظام نافذ شي.

نوموړي وويل چې د اسلامي شريعت تنفیذ د محاکمو دنده ده؛ نو په کار ده چې د اسلامي امارت ټول منسوبين له محاکمو سره پوره پوره همکاري وکړي.

په پای کې د یادو ولسوالیو اړوند مسؤولینو له محاکمو سره د اجراآتو او فیصلو د تنفیذ او تطبیق په برخه کې د هر ډول لازمې او اصولي همکارۍ ژمنه وکړه.

ناستې د دعاء په ویلو پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی