کابل کې څلور تنو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه
نن پنجشنبه د (۲۸ جمادی الثانيه ۱۴۴۵هـ ق) نېټه د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان لخوا څلور تنو متهمينو ته د نامشروع اړيکو په جرم ۳۵ـ ۳۵ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
ياد کسان يو کال مخکې د کابل ښار د ابتدائيه محکمې له لوري په يو کال تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ درو محکوم شوي وو.
د محکمې ياده پرېکړه د سترې محکمې د محترم مقام له تائيد وروسته نن ورځ په عام محضر کې پر متهمینو تطبیق شوه.