د کابل د مرافعه محکمې اړوند د اسنادو د ساتنې مخزن کې د اسنادو د خوندي ساتلو لپاره (اور ضد) معیاري سیستم جوړ شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۵۳
د کابل د مرافعه محکمې اړوند د اسنادو د ساتنې مخزن کې د اسنادو د خوندي ساتلو لپاره (اور ضد) معیاري سیستم جوړ شو


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۵مه نېټه د کابل د مرافعه محکمې اړوند د اسنادو د ساتنې مخزن کې د اسنادو د خوندي ساتلو په موخه د اطفائیې ریاست د مسلکي کارکوونکو په همکارۍ د (اور ضد) سیستم فعاله شو.
دغه راز د اطفائیې ریاست مسلکي کارکوونکو د کابل  د مرافعه محکمې د اسنادو د ساتنې مخزن کارکوونکو ته د اور وژنې له ټولو وسایلو د ښې استفادې، د یادو وسایلو د ساتنې، د وسایلو د ساتنې د ځایونو، بېړني حالت او نورو ضروري مواردو برخه کې روزنیز سیمینار ورکړ.
 د ياد روزنيز سيمينار په دوام ټولو ګډونوالو ته په دې اړه چې د اور وژنې له موادو څخه په کوم وخت کې په څه اندازه استفاده کېږي، څه وخت د اطفایې ریاست ته اطلاع ورکول اړین دي او داسې نور موارد وښودل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی