د پکتیا زون نظامي محکمې لپاره نوی رئيس معرفي شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۳
د پکتیا زون نظامي محکمې لپاره نوی رئيس معرفي شو

د پکتیا زون نظامي محکمې نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالجلیل (حسیني آغا) په ۱۴۴۷/۳/۲۸ هـ ق نېټه د دغه ولایت د محاکمو او نورو امارتي ادارو مسؤولینو ته معرفي او رسما یې چارې پیل کړې.

د پکتیا زون نظامي محکمې د نوي رئیس د معرفۍ په موخه جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې عالي مقام د نظامي منسوبینو محکمې غړي، د پکتیا والي محترم الحاج ملا مهرالله (حماد)، د دغه ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد»، د استخباراتو رئيس، امنیه قوماندان، د علماء شوری غړي، د خوست ولایت نظامي محکمې څانګې رئيس، نورو علماء کرامو، مشرانو او ګڼ شمېر مسؤولینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه، د پکتیا زون نظامي محکمې نوي رئیس ښاغلی مولوي حسیني آغا صاحب ته د مبارکۍ ترڅنګ د لوی خدای (جل‌جلاله) له درباره د ښه خدمت توفیق غواړم.

د مرافعه محکمې رئیس د پکتیا زون نظامي محکمې نوي رئیس ته ډاډ ورکړ چې ان شاءالله موږ به قدم په قدم تاسو سره همکاري کوو.

 ورپسې د سترې محکمې عالي مقام د نظامي منسوبینو دېوان رئيس محترم شیخ عبدالظاهر (ابو الاحسان)، د پکتیا ولایت د علماوو شوری مرستیال محترم مفتي امان الله «حقاني» د قضاء د اهمیت، د پکتیا زون نظامي محکمې قاضي محترم مولوي عبدالناصر (نصرت)، د کابل زون نظامي محکمې مفتي مولوي عبدالهادي (حنیفي) د بېلا بېلو مهمو موضوعاتو اړوند خبرې وکړې.

د یادې غونډی په پای کې د پکتیا زون نظامي محکمې نوي رئيس ښاغلي مولوي عبدالجلیل «حسیني آغا» ډاډ ورکړ چې ان شاءالله تل به هڅه کوم د پکتیا ولایت ولسونو ته د زړه له تله او صادقانه خدمت وکړم، د پکتیا ولایت له ټولو چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې له نوموړي سره په چارو کې همکار او همغږۍ پاتې شي او غونډه د کابل زون نظامي محکمې د قاضي شیخ فضل الحق صاحب لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی