د ميدان وردګ د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل بخښنه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۹:۵۵
د ميدان وردګ د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل بخښنه وشوه


د سه شنبې په ورځ (۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۱۴مه نېټه) د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه.
په ياده پېښه کې چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۲۲مه نېټه رامنځته شوې وه، د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د مداد د کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی دی، د همدې کلي یو اوسېدونکی د تومانچې په وسیله په قتل رسولی و.
د يادو کسانو دوسيه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د چک ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته په رسمي ډول راجع او د يادې محکمې لخوا په غور او دقت وڅېړل شوه؛ له پوره او هر اړخيزې څيړنې وروسته د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو، د ديني علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه او قضيه يې په رسمي ډول حل شوه.
د يادونې وړ ده چې د قضيې دواړو لوريو د محکمې له هڅو څخه خوښي او پوره رضايت څرګند کړ، د الله (جل جلاله) له ستر دربار څخه يې ورته د لا ښه خدمت کولو د توفيق غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت د نظام د بقاء او استقامت دعا يې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی