د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې شپږو مجرمنیو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۲۵
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې شپږو مجرمنیو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ کال د جمادی الثاني میاشتې په څلورمه نېټه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې لخوا د یادې ولسوالۍ په انګړ کې د یوې ښځې په ګډون شپږو مجرمینو ته د لواطت او نامشروع اړیکو په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې ناسته کې چې د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه د لغمان ولایت د استیناف محکمې عمومي رئیس، د لغمان مرستیال والي، امنیه قوماندان او نورو لوړ رتبه چارواکو سربېره علماء کرامو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

په پیل کې علماء کرامو خپلو ویناوو کې د تعزیري سزا تطبیق د ټولنې د اصلاح او د عوامو د عبرت لپاره یوه مهمه لار وبلله  او زیاته یې کړه چې په دې سره به ان شاءالله د فساد کچه تر ډېره راکمه شي.

د غونډې په ترڅ کې د یادو مجرمینو له ډلې څلورو کسانو ته د لواطت، یوه نارینه او یوې ښځې ته د ناروا اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزا تطبیق شوه.

یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې په زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۷
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیداسحاق (سادات) په مشرۍ؛ چې مولوي صبغت الله (ناظم) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

بیا په خبرونو کی