د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۷
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د خوست ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیداسحاق (سادات) په مشرۍ؛ چې مولوي صبغت الله (ناظم) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب درلود؛ د روان 1447هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په 10مه نېټه خوست ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د ليدنې په پیل کې د دغه ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس بندیان يې ولیدل، کومو بندیانو چې شکایتونه درلودل، شکایتونه يې له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (11) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو، مخزن او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي پلاوي د پلټنې بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه؛ د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نیمګړتیاوې له ځان سره یادداشت کړل او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د خوست ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
د پلټنې پلاوي د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له محترم والي، د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو فعالیتونو د لاښه پرمختګ او ځینو اړونده ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي سفر د 1447 هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په 23مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن یکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې دغه متهم پر يو کال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۹
Background image

د کابل مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د قضايای امارت له پلاوي سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)، نن يکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د قضایای امارت له پلاوي سره وکتل.
په پیل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۲) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی