د قضائي پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د سترې محکمې د محترم مقام او د قضائي تفتیش د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په هدایت د دغه ریاست یوه پلاوي چې محترم مولوي روزي محمد (زمیل)، مولوي سیف الرحمن (ذاکر) او مولوي ضیاءالرحمن (عاصم) یې غړیتوب درلود، د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۶)مه نېټه د پروان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د سفر په پیل کې د پروان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره لیدنه وکړه؛ ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د پروان له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
دغه راز یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د پروان د (۹) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او د پروان د مرافعه او ښاري محاکمو ریاستونو له اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه یې بشپړ معلومات واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د ښارې محکمې له رئیس صاحب سره شریک کړل، په دویم قدم کې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د پروان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا،جلا توګه ورسره شریک کړل.
د قضائي تفتیش دغه پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅیړل او د یاد ولایت د محاکمو له برحاله قاضیانو څخه یې ظرفيتي آزموینه واخیسته.
دغه پلاوي د خپل سفر په پای کې د پروان ولایت له مسؤولینوسره لیدنه وکړه او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځینو مربوطه ستونزو د حل په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د ۱۴۴۴هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۱۸)مه نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک وو، پای ته ورساوه.