د سترې محکمې د قضائي تفتیش لوړ رتبه پلاوي د بغلان او سمنګان ولایتونو له محاکمو څخه لیدنه وکړه
د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت، د تفتیش عمومي ریاست د کاري پلان له مخې د یاد ریاست عمومي رئیس مفتي محمدابراهیم جان(ابوالحافظ) او ورسره مل پلاوي د 1444 هـ ق کال د جمادی الثاني میاشتې په لومړۍ نېټه د بغلان او سمنګان ولایتونو د محاکمو د قضائي بهیر د نظارت په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.
د قضائي پلټنې پلاوي د دغه سفر پر مهال د بغلان او سمنګان ولایتونو له قضائي چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د مرافعه محاکمو د رئيسانو په شمول یې له نورو اړوند مسؤولینو سره وکتل.
دغه پلاوي د یادو ولایتونو د استیناف د رئیسانو هغه وړاندیزونه چې د قضائي بهیر د سمون او پرمختګ په غرض یې چمتو کړي وو په دقیق ډول وڅيړل او په اړه یې له هغوی سره ګټورې مشورې او لارښوونې شریکې کړې.
د قضائي تفتیش عمومي رئیس د خپلو لیدنو په دوام د یادو ولایتونو له والیانو او نورو مسؤولینو سره هم ناستې وکړې، له هغوی سره یې د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
هغوی ورته د محاکمو په چارو کې د اصولي همکارۍ ژمنه وکړه او د تفتیش عمومي رئیس د یادو ولایتي محاکمو مسؤولینو ته د محاکمو د چارو د بهبود لپاره د سترې محکمې لخوا د جدي توجه ډاډ ورکړ.
د قضائي پلټنې پلاوي د 1444هـ ق کال د جمادی الثاني میاشتې په 3مه نېټه خپل سفر پای ته ورساوه او د دغه سفر د کړنو بشپړ راپور یې چمتو او د سترې محکمې محترم مقام ته وړاندې کړ.