د سترې محکمې د عالي شورا ۲۳مه غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
د سترې محکمې د عالي شورا ۲۳مه غونډه ترسره شوه

نن چهار شنبې (۲۰/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق)نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا ۲۳مه غونډه ترسره شوه.

د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.

د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو نهو (۹) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.

د سترې محکمې د عالي شورا دغه ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

بیا په خبرونو کی