د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۱۷) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ /۲ /۱۴۰۳هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه، د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۶۵۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۵ /۲ /۱۴۰۳هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې تر سره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۱ /۲ /۱۴۰۳هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.