د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي عمومي ریاست لپاره د (۱) عراده فاضلآبو د ایستلو ټانکر موټر د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۲/۹ /۱۴۰۳هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه، د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ؛ تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۶۱۰۰۰) افغانۍ ده، د آفرونو پرانیسته ۱۲/۹/۱۴۰۳ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانيستې څخه تر مخ ناسته ۳/۹/۱۴۰۳ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د «عبدالرحیم بابا لمیتد شرکت» . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۵:۵
Background image

د محاکمو د مراجعینو لپاره عامه پوهاوی

بسم الله الرحمن الرحیم
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ‌لَعَنَ ‌اللهُ ‌الرَّاشِيَ، ‌وَالْمُرْتَشِيَ، ‌وَالرَّائِشَ، وَهُوَ الَّذِي يَمْشِي بَيْنَهُمَا. [مسند احمد]
ژباړه: رسول . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۴:۵۴
Background image

جلسهٔ اداری محکمهٔ مرافعهٔ ولایت بادغیس دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی عبدالخالق (امداد الحق) رئیس عمومی محکمهٔ مرافعهٔ ولایت بادغیس؛ با اشتراک مولوی خیر الله (حقیار) عضو مفتی آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن، مولوی عبدالله (فانی) رئیس دیوان جزا محکمهٔ . . .

Back to announcements