د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د محمد کیهان (حیدرزاده) ساختماني او تجارتي شرکت سره چې د جواز شمېره (۸۱۶۲۵) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په تایمنیو څلورلارې کې موقعیت لري؛ د (۲۴۳۹۰۶۲) دوه میلیونه، څلور سوه نهه دیرش زره او دوه شپیته افغانیو په قیمت سره د کابل ولایت مرافعه محکمې لپاره د (۴۵) قلمه ایرکندیشن وسایلو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د «عبدالرحیم بابا لمیتد شرکت» . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۵:۵
Background image

د محاکمو د مراجعینو لپاره عامه پوهاوی

بسم الله الرحمن الرحیم
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ‌لَعَنَ ‌اللهُ ‌الرَّاشِيَ، ‌وَالْمُرْتَشِيَ، ‌وَالرَّائِشَ، وَهُوَ الَّذِي يَمْشِي بَيْنَهُمَا. [مسند احمد]
ژباړه: رسول . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۴:۵۴
Background image

جلسهٔ اداری محکمهٔ مرافعهٔ ولایت بادغیس دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی عبدالخالق (امداد الحق) رئیس عمومی محکمهٔ مرافعهٔ ولایت بادغیس؛ با اشتراک مولوی خیر الله (حقیار) عضو مفتی آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن، مولوی عبدالله (فانی) رئیس دیوان جزا محکمهٔ . . .

Back to announcements