د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۰۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۳۳۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۹:۵۳
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې د (۴۰۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۳۳۳) وثیقې هم اجرا کړې دي


د بلخ ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتداٸيه محکمې، د زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيوو کې له (۲۷/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۹/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۴۰۶) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۳۳۳) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيوو کې (۲۴۷) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
 له دې جملې څخه (۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۵۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيوو کې (۱۵۷) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۷۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۸۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۳۳) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی