د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د حقوقو عمومي ریاست او د کابل د یو شمېر محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۴:۴۱
د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د حقوقو عمومي ریاست او د کابل د یو شمېر محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه


د روان ١٤٤٥ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې له پنځمې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د سترې محکمې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول مدیریت پنځه کسیز پلاوي چې د تفتیش عمومي مدیر، د دعوت او ارشاد مدیر، د پلان او اوپراسیون مدیریت مرستیال او د مطبوعاتو آمر یې غړیتوب درلود، د حقوقو عمومي ریاست تر څنګ د کابل ولایت د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد ریاست د تفتیش او کنټرول مدیریت پلاوي په دې لیدنه کې د قضائیه قوې د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي معاونیت تر څنګ د یو لړ ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو د مجاهدینو د تعیناتو، اداري او امنیتې چارو، د تامیناتي چارو اکمال او توزیع، د پرسونل له حاضرۍ او مالي چارو، د مراجعینو او وسایطو د تلاشۍ له بهیر او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د سیرت او صورت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ مجاهدین د امنیتي چارو لا ښه سمبال، له مراجعینو سره نېک چلند او نبوي اخلاقو لرلو ته وهڅول. 
د یادونې وړ ده چې د قضائي قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست دغه پلاوي د محاکمو له رئیسانو سره هم د اړوند مواردو په تړاو د مشورو لپاره ناستې ترسره کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی