د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د دغه ولايت ګرشک او نهرسراج ولسواليو له ابتدائیه محاکمو ليدنه وکړه
د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبدالجلیل (سفیان) په مشرۍ یوه پلاوي؛ د ګرشک او نهر سراج ولسواليو د ابتدائیه محاکمو د قضائي، اداري چارو او حقوقو مدیریتونو څخه، د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۶مه او ۸مه نېټه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې پلاوي په دې ليدنه کې د یادو ولسواليو له محبسونو څخه هم نظارت وکړ، د بندیانو د اوسېدو ځای، خوراک او څښاک په اړه يې معلومات تر لاسه کړل او زندانیانو ته یې ډاډ ورکړ، چې دوسیو ته به یې په ټاکلي وخت رسېدنه وشي.
همداراز د مرافعه محکمې رئيس د یادو محاکمو مسئولینو ته د قضائي او اداري چارو د لا ښهوالي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
