د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل شوی قوماندان، محترم الحاج محمد عیسی (عباس)، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۱۳مه نېټه اړوندو مسئولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت غونډه چې د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي عصمت الله او نورو مسئولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د اووم زون (بلخ) د نظامي محکمې رئیس محترم مولوي حفیظ الله (محمدي) وینا وکړه وویل، تغیر او تبدیل د حکومتدارۍ اصل دی، موږ باید منصب او چوکۍ موخه ونه ګرځوو؛ بلکې د اسلامي نظام خدمت کول مو له خپلو لومړنیو موخو څخه وي.
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان د ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال له ټولو مسئولینو او منسوبینو وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي قوماندان سره د چارو په ښه والي کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې الحاج محمد عیسی (عباس) تر دې مخکې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د کندهار زون د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
