د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
Tue, Jul 14 2026 3:06 PM
د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې، لعلپورې او کامې ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې د مرافعه محکمې هيئت د ابتدائيه محاکمو د قضيو د اجراآتو، فيصلو، د دوسيو د اندراج کتابونو، د عرايضو د ثبت دفترونو او نورو اړوندو اسنادو هر اړخېزه ارزونه ترسره کړه او همدارنګه یې د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې، د اداري نظم د پياوړتيا او د قضائي اجراآتو د لا ښه والي په موخه اړوندو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې او هدايتونه وکړل.
د مرافعه محکمې پلاوي د مهمندرې، لعلپورې او کامې ولسواليو د امنیه قوماندانيو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولينو سره ګډې غونډې ترسره کړې، په دغو غونډو کې د قضائي فيصلو د اغېزمن تطبيق، نافذه اصولو د حاکميت د ټينګښت، د مراجعينو ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د دوسيو د چټک او عادلانه حل او فصل او د عدلي او امنيتي ارګانونو ترمنځ د لا پياوړې همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت مفصلې خبرې وشوې.
په پای کې یادو ارګانونو د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا ژمنه وکړه او ټينګار وشو، چې د عدلي او قضائي خدمتونو د ښه والي او د نافذه اصولو د حاکميت د ټينګښت لپاره به ګډې هڅې په دوامداره توګه روانې وي.

Latest news

Wed, Jun 24 2026 9:45 AM
Background image

Judicial deputy of the Supreme Court Visits Takhar, Samangan, Faryab and Sar-e-Pul Provinces to Review and Improve Court Affairs

H.E. Sheikh Mohammad Qasim (Rasekh), Deputy Chief Justice of the Supreme Court, accompanied by H.E. Hafiz Mawlawi Abdul Wali (Mahmood), Deputy Director of the General Directorate of. . .

Sat, May 16 2026 11:42 AM
Background image

Chief Justice and head of the Supreme Court Visits Kunduz, Badakhshan, Balkh, Jawzjan and Baghlan Provinces

H.E. Sheikh Abdul Hakim Haqqani, Chief Justice and head of the Supreme Court, accompanied by Mawlawi Mohammad Juma “Fayzani”, Director of Planning and Policy of the Supreme Court, Hafiz. . .

Sun, May 10 2026 3:39 PM
Background image

Brief Report on the Activities of the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

During the third quarter of the year 1447 AH, the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court carried out the following major activities:
1. For the purpose of. . .

BACK TO NEWS