د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس الحاج مفتي عبدالقيوم (صاحب زاده) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمود دېوانونو رئیسانو، د ولسواليو قضاتو، د امنيتي قطعې قوماندان، د تحريراتو، دعوت او ارشاد او حقوقو آمرينو په ګډون، په /۵/۱/۱۴۴۸ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وشو.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې اجنډا بيان کړه وویل، ټول قضات بايد په فيصلو کې عدل وکړي؛ ځکه محاکم د اسلامي نظام د زړه حيثيت لري، که زړه صفا او جوړ وي ټول بدن ورسره جوړ وي، همداسې که په محاکمو کې عدالت پلي وي؛ نو ټول نظام به ورسره ښه یادېږي.
نوموړي زیاته کړه، د بې انصافۍ يا د عدل د ماتېدو دوه اسباب دي، يو په جانبینو کې له یوه جانب سره خواخوږي د قوم، سمت او ژبې په اساس او له بل سره دښمني چې باید په کلکه ځانونه ترې وساتو.
دغه راز غونډه کې د مرافعه او ابتدائيه محاکمو پر ځینو موضوعاتو هم خبرې وشوې او حللارې ورته وموندل شوې.
د غونډې په وروستيو کې د بندیانو پر دوسیو بحث وشو او د محترم مفتي صاحب زاده لخوا مسؤولینو ته د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه لازم هدایات وشول.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
