د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
Sat, May 02 2026 2:13 PM
د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس محترم مولوي سيف الله (آغا)، د قضائي پلټنې عمومي رياست مسلکي غړي مفتي بخت الله (مدني)، د سترې محکمې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د پراختيايي بودجې عمومي مديرانو یې غړیتوب درلود؛ په ۱۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د کونړ ولايت د محاکمو له مسؤولينو او منسوبینو سره وکتل.
دغه ناسته چې د مرافعه محکمې په تالار کې جوړه شوې وه؛ د مرافعه محکمې عمومي رئيس، د ښاري ابتدائیه او ولسواليو ابتدائیه محاکمو مسؤولینو، قضائي او اداري غړو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د سترې محکمې اداري مرستیال او د یاد هيئت مشر محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب خپله با ارزښته، عالمانه او هر اړخيزه وینا وکړه وويل، د سترې محکمې عالي مقام د لزوم ديد له امله مو لازمه وګڼله، چې د رهبرۍ په کچه يو هيئت کونړ ولایت ته راشي، د دغه ولایت د محاکمو غوښتنې او وړاندیزونه له نږدې څخه واوري، چې کوم زموږ پر واک کې وي هغه همدلته حل او چې کوم د سترې محکمې محترم عالي مقام اړوند وي، هغه د سترې محکمې له محترم عالي مقام سره شریک کړو.
محترم شیخ سعید صاحب زیاته کړه، محاکم په نظام کې د زړه حيثيت لري، کله چې زړه سالم وي، ټول بدن سالم او کله چې زړه غیر سالم وي؛ نو ټول بدن ورسره غير سالم ګرځي، همدغه شان که محاکم خپلې فيصلې او اجراآت د شرعي احکامو او د اسلامي امارت د نافذه توشيح شویو اصولو په رڼا کې ترسره کوي؛ نو دا نظام به د الله په مرسته قایم او دایم وي، که خدای مه کړه محاکم خپلې فيصلې او اجراآت د شرعي احکامو او د اصولو خلاف ترسره کوي، نو دا نظام به بيا راڅخه ګډوډ شي.
محترم شيخ صاحب وویل، د ټولنې اصلاح هغه مهال رامنځته کېږي، چې کله محاکم خپلې فيصلې د عدالت د تأمينولو په موخه صادروي، يعنې قاضيان صاحبان دې نه د ظالم له ظالمانه رويې څخه او نه دې د مظلوم د فرياد څخه متاثره کېږي؛ بلکې خپله فيصله به تر لازمو څېړنو او تحقیقاتو وروسته د قرآنکریم د مبارکو احکامو، د رسول الله (صلی‌الله عليه وسلم) د سنتو او د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې صادروي.
د سترې محکمې محترم اداري مرستیال د قضاء مسؤولیت ته په اشاره وویل، زموږ او ستاسې دنده د پيغمبرانو (عليهم السلام) ميراث دی، لکه څرنګه چې هغوی خپله دنده په مقدسه توګه اداء کړې، بايد موږ هم تر خپله وسه هڅه وکړو، چې خپلې دندې په ښه توګه اداء کړو.
دغه راز محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب وویل، قضاء کول الله تعالی ته د نږدېوالي ذریعه او عين عبادت دی، ځکه چې رسول اکرم (صلی‌الله عليه وسلم) فرمايلي دي، هغه کسان چې پر حقه فيصله کوي، د قيامت په ورځ به رحمن ذات د خپل عرش په ښۍ څنډه کې د نور پر منبرونو ځای ورکړي؛ نو د محاکمو ټول قضائي غړي باید تقوی داره، امانتداره او د قضاء اهليت لرونکي اشخاص وي.
محترم شیخ صاحب وویل، موږ او تاسې باید لومړی د الله تعالی شکر اداء کړو، چې زموږ پر مقدسه خاوره یې اسلامي نظام حاکم کړی دی، وروسته باید د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او خپلو ټولو مشرانو د زړه له کومې شکر اداء کړو، چې موږ او تاسو ته یې په دغه پاک نظام کې د خدمت فرصت راکړی دی، خپلې دندې د الله تعالی د عبادت او خلق الله ته د صادقانه خدمت په موخه ترسره کړو.
په دې سربېره د سترې محکمې دغه لوړ رتبه پلاوي د کونړ ولایت د محاکمو قضائي او اداري اجراآت له نږدې وکتل او د یاد ولایت د محاکمو د مسؤولینو او منسوبینو غوښتنې او اړتیاوې یې واورېدې.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ دغه پلاوي د خپل سفر پر مهال د کونړ له مرستیال والي، علماوو شورا رئيس او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره هم وکتل، په یادو لیدنو کې د محاکمو د چارو د لا ښه‌والي او له امارتي ادارو سره د همغږۍ د تقویې په موخه لازمې مشورې، سپارښتنې او نظرونه سره تبادله شول.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 10:27 AM
Background image

Brief Report on the Activities of the High Authority Office of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

The major activities of the High Authority office of the Supreme Court during the third quarter of the year 1447 AH are as follows:

1. Pursuant to the decree of the Honorable Supreme. . .

Tue, Apr 28 2026 10:23 AM
Background image

Brief Report on the Activities of the Judicial Deputyship of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

The major activities of the Judicial Deputyship of the Supreme Court during the third quarter of the year 1447 AH are as follows:

1. A total of (625) official letters were received. . .

Sun, Apr 26 2026 9:04 AM
Background image

Brief Report on the Activities of the General Directorate of Judicial Education of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

During the third quarter of the year 1447 AH, the General Directorate of Judicial Education of the Supreme Court, at the Directorate’s hall, organized a 45-day judicial training program. . .

BACK TO NEWS