د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۸۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۸۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۴۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۶) دوسیې فیصله شوې، (۷۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۵۹) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیه مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۹۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
