د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان د رئیس مولوي عبدالسلام (مظهري) لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټولو حاضرینو ته هرکلی او د ښه راغلاست وینا وکړه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د سترې محکمې د قضائي پلټنې پلاوي لخوا د دغه ولایت د محاکمو د چارو د تفتیش او بررسۍ پر مهال یادداشت شوي ملاحظات او مشاهدې له حاضرینو سره شریک کړل او د اصلاح، مسؤولیت پذیرۍ، له مراجعینو سره د ښه سلوک، د قضائي دوسیو په دقت کتلو، د حاضرۍ په پابندۍ، خپلو دندو ته پر وخت حاضرېدو باندې ټینګار وشو.
دغه راز ګډونوالو خپل ځینې اداري او مسلکي ستونزې له عمومي رئیس سره شریکې کړې، چې په اړه یې لازم هدایات، حللارې او مشورې وړاندې شول.
د غونډې په پای کې دوه نوي قاضي صاحبان خپلو دندو ته په رسمي ډول معرفي شول.
د مرافعه محکمې رئیس دواړو قاضي صاحبانو ته د بریا دعاء وکړه او د دوی د لا ښو خدماتو هیله یې څرګنده کړه.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
