د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو، علماءکرامو او سپین ږیرو په منځګړیتوب په ۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق نېټه د دوو کورنیو تر منځ د عمدي قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه محکمې ته له راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه او د مسؤولينو په هڅو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب دواړه کورنۍ سولې او روغې جوړې ته وهڅول شوې.
په پای کې د سیدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې له خوا دواړو کورنيو ته اصلاحي پرېکړه واورول شوه او یاده موضوع په رسمي توګه حل او پای ته ورسېده.